د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت وياند د لويديځ هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د ا.ا.ا ځواکونو د تېر سقوط شوي حکومت د امنيتي ځواکونو غړي او چارواکي وژلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د وياند عبدالقهار بلخي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې راپورته کیږي، چې امریکا او یو شمېر لویدیځو هېوادونو د افغان امنیتي ځواکونو د پخوانیو سرتېرو د وژل کېدو راپورونه غندلي او پدې اړه یې د بېړنۍ څېړنې غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ويلي؛ هغه کسان، چې د ا.ا د عفوې له فرمان سرغړونه وکړي مجازات بشي.
هغه زیاتوي؛ مجاهدین د بخښنې د فرمان پلي کولو ته ژمن دي او د پخوانۍ ادارې کارکوونکي به د پخواني مخالفت له کبله ونه ځورول شي.
بلخي دا هم ویلي، چې پېښې په پوره پاملرنه څېړل کېږي، خو بې بنسټه اوازې د اعتبار وړ ندي.
دا په داسې حال کې ده، چې پدې وروستیو کې امریکا، اروپايي ټولنې، بریټانیا، جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو د غړیو د وژل کېدو راپورونه ورکړ شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/24511